Tuesday, July 21, 2015


پښتنے کورودانے 

د يو قوم په ښه او خراب حالت کښ د ښځو کردار ډير لوئے اهميت لري۔ 
د افسوس خبره ده چه نن پښتون ددے لوئے او اهم طاقت نه محرومه دے۔ ځکه چه نن ځمونږ پښتنه خور، لور،مور او ښځه پښتنه نه ده پاتے۔۔۔۔ 
که مونږ فکر اوکړو نو نن چه ځمونږ زنانه د تعليم په نوم کومو 
سکولونو ته ځي په هغو کښ څومره پښتو خوولے کيږي۔۔۔۔ دغلته ځمونږ ماشومانے تش ليک لوست او څه لږ شان فزکس، کيمسټري او بيالوجي اووئ خو د ايزده کولو ئے څه ګارنټي نه وي۔۔۔۔ دغه زنانه چه کور ته راشي نو بيا خواتين، شعاع او جاسوسي ډائجسټونه او د رضيه بټ او عميره احمد ناولے ګوري 

نو تاسو اووايئ چه په دغه ښځو کښ به پښتونولي د کومے راشي۔ او نور ټول خو پريږده چه په مور کښ پښتو نه ئي نو په اولاد کښ به د کومے راشي۔ 

ډير زيات د تشويش او فکر مقام دے که نه۔ ددے به څه حل رااوباسل غواړي کنه تباه يو۔

Sunday, July 19, 2015

وړ او پړ معلومول





ځما خوږو پښتنو ورونړو
تاسو چرته د داسے حالت سره مخ شوي يئ چه ستاسو د کور واله يعني د ښځے او ستاسو د مور د يو بل سره نالګي وي؟ په داسے صورت کښ تاسو وړ او پړ څنګه معلوموئ؟

يا تاسو چرته د داسے حالت سره مخ شوي يئ چه ستاسو د خور يا ورور او ستاسو د يو بل سره څه مسئله راشي او تاسو په حقه يئ  نو تاسو خپل مور و پلار ته دا خبره څنګه ثابتوئ؟

او يا ستاسو چرته د خپل ګاونډي سره شر راشي نو تاسو خپل بل ګاونډي ته  ځان څنګه صفا ثابتوئ؟

او يا ستاسو د دوؤ ګاونډيانو د يو بل سره څه کشاله راپيخه شي نو تاسو پکښ څنګه وړ او پړ معلوموئ؟ 

ځما يقين دے چه دا ټول حالتونه به ستاسو د پاره ډير ګران وي۔۔۔۔

نو چه مونږ ځان ته دومره نزدے په خپل کور دننه او په خپل چم ګاونډ کښ د يوے مسئلے واضح صورت نه شو معلومولے او خپل پوزيشن چا ته نه شو واضح کولے نو مونږ به د يو کلي نه د بل کلي د صورتحال اندازه څنګه اولګوو او يا به د يو کلي نه بل کلي ته څنګه خپل موقف واضح کړے شو؟