Sunday, January 18, 2015

د پښتون د ژوند نظام

د فکر مقام دا دے چه نن مونږ د خپل زوال دے دور ته په کوم نظر ګورو۔ د افسوس مقام دے چه نن هم مونږ خپل خراب حالت ته په خپل نظر نه د بل په نظر ګورو۔۔۔

مونږ وايو چه مونږ پنځه زره کاله پخوانے تاريخ لرو ولے مونږ چرته دا سوچ کړے چه په دے پنځه زره کاله کښ ځمونږ کاميابيانے څه دي او ناکاميانے؟

ځمونږ نظام سياست څه دے او نظام تعيم؟ ځمونږ تهزيبي ورثه څه ده او ځمونږ تمدن؟ځمونږ سره د سياحت، سائنس، آرټ، ادب، رسم ورواج، فن تعمير،سپورټس ،ثقافت نظام حکومت او رياست په ميدان کښ څه شته او که نه؟

که شته نو ځمونږ د ماضي ، حال او مستقبل په رنړا کښ ددے حالت، ترقي، فائده او نقصان، ښے خبرے او بدے خبرے څه څه دي؟

که نيشته نو بيا ځمونږ ددے دعوه کولو چه مونږ پنځه زره کاله پخوانے قام يو څه حيثيت او اهميت شته؟

په دے پانړه کښ به مونږ په دے او داسے نورو سوالونو غور کوو۔ 

او دا خبره دے مونږ په نظر کښ ساتو چه دلته ليکلے هره خبره به هر وخت د نظرثانئ دپاره آزاده وي۔ 

Tuesday, January 13, 2015

د قامي زوال په وخت کښ د پښتون قام ذمه واري

 په دنيا کښ قامي غيرت، قامي احساس، قامي عزت نفس ،قامي اهداف ،قامي مقاصد, قامي حيثيت او قامي مقام لرونکي قامونه هغه دي چه کوم د خپل حيثيت او مقام د عروج په وخت هم  او د خپل قامي حيثيت او مقام د زوال  په وخت هم د خپلوقامي اهدافو او مقاصدو د حاصلولو د پاره د خپلو خاميانو او خوبيانو جائزه ضرور اخلي۔

د پښتون قام په حيثيت دا ځمونږ ذمه واري ده چه نن د خپلے بدحالئ په دے خراب ترين دور کښ د خپلو خاميانو او کمزورو جائزه واخلو او اوګورو چه نن مونږ دومره 
 بد حاله ولے يو۔

او سوچ اوکو چه نن ځمونږ قامي اهداف او مقاصد څه دي او څه پکار دي۔